د مسلم لېګ (ن) سزا شوي مشران

نواز شريف او لور يې مريم نواز

د پاکستان مسلم لېګ (ن) يو بل مشر او د کورنيوو چارو پخوانی وزير مملکت طلال چوهدري ته د عدالت سپکاوي په تور کې سزا اورول شوې ده. د اګست په دوهمه د سپريم کورټ د دې سزا تر مخه نوموړی به لږ تر لږه پنځه کاله په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلی.

طلال چوهدري

طلال چوهدري

طلال چوهدري د جنورۍ په مېاشت کې په يوه جلسه کې خپل مشر، نوازشريف په مخاطبولو وویل چې هغه قاضيان يا ججان دې بهر وغورځوي چې د انصاف پر ځای بې انصافي کوي.

تر طلال چوهدري دمخه د مسلم لېګ (ن) ګڼ نور مشران هم په بېلابېلو مقدمو کې سزا شوې دي. دوی دا کار سازش بولي خو چيف جسټس ثاقب نثار دريځ لري چې د عدلیې پرېکړې په انصاف ولاړې دي او کوم سياسي هدف نه لري.

نوازشريف

نواز شريف

تر ټولو ډېره مشهوره مقدمه د درې ځلې وزيراعظم پاتې شوي، نوازشريف وه. پر هغه د پاناما اسنادو په نامه کېس کې د درغليوو تورونو ولګول شول. نوموړی نه یوازې له وزيراعظمۍ ليري بلکې له سياسته هم د ټول عمر لپاره منع کړل شو.

اويا کلن نوازشريف دا مهال په اډياله جېل کې دی.

مريم نواز او کېپټن محمد صفدر

مريم نواز

په لندن کې د کورونو اخيستو په ترڅ کې د مبيينه درغليوو په يوه مقدمه کې، احتساب عدالت هغه ته يوولس او د هغه لور مريم نواز ته اته کاله بند سزا واروله. د مريم نواز خاوند کېپټن محمد صفدر ته په همدې مقدمه کې يو کال قېد اورول شوی دی.

د مسلم لېګ (ن) ګوند غړي دا پرېکړې د خپلو مشرانو، سيسټيميک هدف ګرځول بللي دي. دوی مظاهرې هم کړې دي.

حنيف عباسي

حنيف عباسي

د جولای په پنځه ويشتمه د شوو ټاکنو څو ورځې مخکې د نشه يي موادو د کنټرول يو عدالتد مسلم لېګ (ن) يو بل مشر او اميدوار حنيف عباسي ته عمر قېد سزا واوروله. پر هغه تور دی چې پنځه سوه کيلو ایفيډرين يې د نشه يي مواد په قاچاقبرانو خرڅ کړي وو.

ايفيډرين د قوت زياتولو او نشې کولو لپاره استعماليدونکې دوا ده چې د امريکې په شمول د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې غېرقانوني ګرځول شوې او په ځينو ځايونو کې صحت ته د خطر جوړوونې له کبله نشه يي مواد بلل کېږي.

نهال هاشمي او دانيال عزیز

دانيال عزيز

د مسلم لېګ (ن) سينيټر نهال هاشمي هم عدالت ته د سپکاوي په تور کې د پنځو کلونو لپاره پر حکومتي چوکۍ يا پوسټ له کار کولو منع کړ. هغه د دې کال له جنورۍ څخه تر فرورۍ پورې يوه مېاشت زندان هم تېر کړ.

د جون په مياشت کې د مسلم لېګ (ن) يو بل مشر او د قامي اسمبلۍ غړی، دانيال عزيز ته هم د عدالت سپکاوي په تور په انتخاباتو کې د نه ودرېدو سزا واورول شوه. د همدې پرېکړې له مخکې د هغه د قامي اسمبلۍ غړېتوب هم ختم شو.

شهباز شريف

شهباز شريف او امير مقام

د اګست په دوهمه، احتساب عدالت په خېبر پښتونخوا کې د مسلم لېګ (ن) يو مشر، اميرمقام ورغوښتی دی. پر هغه تور دی چې له نامعلومو مالي سرچينو جايدادونه لري. همدارز د نواز شريف پر کشر ورور، د مسلم لېګ مشر او څو ځل د پنجاب وزيراعلی پاتې شوی، شهباز شريف هم د درغليوو مقدمو سره مخ دی.

د پاکستان چېف جسټس ميا ثاقب نثار په بېلابېلو موقعو ويلي دي چې عدالتونه د مسلم لېګ (ن) خلاف نه دي. د هغه په وېنا د دوی پرېکړې پر شواهدو ولاړې دي او د هيچا پر خلاف د هيڅ سازش برخه نه دي.