الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د مبينه درغليو تورونه ردوي

د انتخاباتو د نتيجو خلاف د عوامي نېشنل ګوند د لاريون عکس

د پاکستان الېکشن کمېشن په انتخاباتوکې د مبينه درغليو تورونه په مکمله توګه رد کړي دي او د انتخاباتو له بايلونکو او ګټونکو ټولو يې غوښتي چې د انتخاباتو نتيجې دې نه يوازې ومني بلکې د جمهوري عمل لپاره دې مثبت رول ولوبوي.

(( د الېکشن کمېشن وينا ده چې د پاکو،رڼو او بې طرفه انتخاباتوپه اړه بغېر له څه ثبوته بيانونه ورکول افسوسناک او د حقيقتونو بلکل خلاف دي. او تراوسه په انتخاباتو کې د درغليو په اړه څه قسمه شکايت نه دی راغلی))

د الېکشن کمېشن سکټري بابريعقوب پرون وويل چې د انتخاباتو د شفافيت اندازه له دې لګېدای شي چې د انتخاباتو اروپايې څارونکو هم د جولايې ۲۵ مې انتخابات بې طرفه ګرځولي دي.

خو په پاکستان کې د انتخاباتو د اروپايي ټولنې څارونکي پلاوي مشر د زيارت پر ورځ وويل چې په دغه هېواد کې غیر جمهوري قوتونو پر انتخاباتو د اغېز اچولو هڅې کړي دي.

د الېکشن کمېشن سکټري بابريعقوب پرون دغه تورنه رد کړل او وې وويل چې که د انتخاباتو په اړه د چا څه شکايت وي نو د ازالې لپاره دې قانوني لار خپله کړي.

نوموړي دا هم وويل چې ټولو سياسي ګوندونو ته د انتخاباتي کمپاينونو چلولو لپاره د يوشان موقعو ورکولو په خاطر يوشميرګامونه وچت کړل شوي وو.

خو پاکستان مسلم ليګ (ن)،پيپلزپارټي او نور يوشمير سياسي ګوندونه تور لګوي چې غېرجمهوري قوتونو د تحريک انصاف په ملاتړ د دوی خلاف له انتخاباتو مخکې او د انتخاباتو پرمهال درغلي کړې. خو تحريک انصاف دغه تورونه ردوي.

د پېښور پوهنتون استاد او د سياسي چارو پوه اعجازخټک وايي د انتخاباتو په بيا کولو يا د ووټونو په بيا شمېرلو او مسترد شوو ووټونو ته د يو حل په راويستو سره کېدای شي د سياسي ګوندونو ترڅه حده ازله وشي. خو نوموړی واييکه د سياسي ګوندونو تورنو ته بشپړ ځواب ونه ويل شي نو کېدای شي چې غټ سياسي بحران رامنځته شي.

خو د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم څانګې استاذ توصيف احمد بيا وايي ښکاري نه چې کوم غټ سياسي بحران به رامنځته شي ځکه چې زياتره سياسي ګوندونو په پارلمان کې د ناستې پريکړه کړې. ياده دي وي چې د تحريک انصاف مشر عمران خان د ۲۰۱۳ م کال په انتخاباتو کې د مسلم ليګ (ن)لخوا د مبينه درغليو پر ضد د شا وخوا ۱۲۶ ورځو دهرنه په ۲۰۱۴ م کال کې ترسره کړې وه.

اوس مسلم ليګ (ن) د ۲۰۱۸ م کال په ټاکنو کې د درغليو تورنه لګوي خو مشران يې وايي چې په پارلمان کې به کيني.