د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، که له مخه شرطونه پکې نه وي نو دی به دې ته تیار وي چې له ایراني ولسمشر حسن روحاني سره وویني.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وینا په دې لیدو کتو کې به د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې که ایران وغواړي نو دی هر وخت لیدو کتو ته تیار دی خو د ده په وینا دا لیده کاته به مشروط نه وي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې دا به د ایران ، امریکا او ټولې نړۍ په ګټه وي.
ایران په سم دستي توګه د امریکايي ولسمشر دا وړاندیز نه دی رد کړی.
د ایراني ولسمشر حسن روحاني یو سلاکار حامد ابوطالیبي د سېشنبې په ورځ ویلي چې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره به امریکا د نور څه کولو ترڅنګ د ۲۰۱۵م کال تړون ته بیرته ورځي.
ایرانیو چارواکو تر دې وړاندې د ولسمشر ټرمپ له خوا د داسې تړون وړاندیزونه رد کړي دي چې ایران په ۲۰۱۵م کال کې د خپل اټومي فعالیت محدودولو په اړه د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره کړی وو.
ولسمشر ډونلډ ترمپ د روان کال په مې میاشت کې امریکا له هغه تړون څخه و اېسته.