په یونان کې د اور لګېدو نېږدې ۵۰ تنه وژلي

د یونان په لویدیځ او ختیځ کې اور لګېدلی دی.

د یوناني چارواکو د سېشنبې په ورځ ویلي چې په تېرو څه باندې ۱۰ کالو کې هلته داسې خونړی اور نه دی لګېدلی.

د اېتنر په لویدیځ او ختیځ کې له هغه وروسته د اور لګېدنې خبرونه راغلي چې هلته د زیاتې ګرمۍ له کبله د حرارت درجه ۴۰ ته رسېدلې ده او تېز باد ورسره ملګری شوی دی.

اور وژونکیو ویلي چې تر ۱۰۰ زیات کسان ټپي شوي دي او د ځینو پکې روغتیايي حالت خراب دی او ښايي د مړیو شمېر زیات شي.

په کومو سیمو کې چې اور لګېدلی دی دا هغه سیمې دي چې د سېلانیانو لپاره پکې کورنه جوړ دي او لرګي پکې زیات دي.