اروپایي اتحادیې ویلي دي، له مقدونیا هېواد سره یې تړون کړی دی چې د دغه هېواد په سرحدونو کې خپل ساتونکي وګماري او د هغو کډوالو مخه ونیسي چې له هغې لارو اروپا ته ورځي.
اروپایي ټولنه غواړي د هغو ناقانونه کډوالو مخه ونیسي چې له منځني ختیځه، افریقا او اسیا څخه و اروپا ته اوړي.
د اروپایي اتحاد د کډوالو چارو کمېشنر ډیمیټریس ایورامیپولس وایي، تړون به د قانوني کولو لپاره اروپایي پارلېمان ته وړاندې کېږي.
مقدونیا، سربیا او د بالکان له هېوادونو هر کال په زرګونو کډوال تېرېږي او په ناقانونه توګه اروپایي ملکونو ته داخلېږي.