د امریکا او روس ولسمشران ډونلډ ټرمپ او ولادمیر پوتین خپلو کې په یوه سرمشریزه سلا شوې دي.
ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې په لنډو خبرو کې خبریالانو ته وویل چې په سرمشریزه کې به د شام جګړې او اوکراین پر بحران خبرې کېږي.
تر دې مخکې د ملي امنیت سلاکار ، جان بولټن په ماسکو کې د یو خبري کانفرنس په وخت وویل چې سپینه ماڼۍ او د روس د ولسمشر دفتر کریملین به د جون پر ۲۸مه په اړه اعلان وکړي چې دغه کتنه به کله او چېرته کېږي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې له پوتین سره یې کتنه ښايي د فنلینډ په مرکز هیلسنکي کې، په برسلز کې د ناټو د مشرانو تر غونډې وروسته وشي.
د ناټو سرمشریزه به د جولاۍ په ۱۱مه او ۱۲مه نېټه کېږي.
د ملاقاتلو لپاره په ممکنو ځایونو کې ویانا هم یاده شوې ده.