په زرګونه تهرانیان د سرکار پروړاندې راوتلي

د تهران پولیسو پر هغو مظاهره چیانو اوښلن ګېس پاشلی چې د ایران پارلېمان پر لور روان ول. دا مظاهره چیان چې پکې (سوداګر، دوکانداران او کسبګر دي) د اقتصاد په خراب حالت غوسه دي او له دې وړاندې یې د ښار په تاریخي ستر بازار کې هم ګډوډوي جوړه کړې وه.

د دوشنبې ګهیځ مهال په په ستر بازار کې دا مظاهره هغه مهال ناڅاپي پیل شوه چې له حکومتي هڅو سره سره د دې هېواد د ریال نرخ په خلاص مارکیټ کې په یوه ورځ لس فیصده ولوېد.

د تهران یو مارکیټ

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې پکې ښودل شوي قهریدلي مظاهره چیان په ستر بازار او خوا او شا کې په خلکو په زور دکانونه بندوي.

په تهران کې اعتراض کوونکي

دا مظاهرې تر هغه یوه ورځ وروسته راټوکېدلې چې مظاهره چیانو په تهران کې د موبایل ټېلیفون او الیکټرونیکي سامانونو دوه لویې شاپینګ سنټرې په زور بندې کړې.

دا لا نه ده جوته چې د دې مظاهرو مشري څوک کوي.