ټرمپ: پر شمالي کوریا به بندیزونه پرځای وي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ د شمالي کوريا له مشر سره تر ملاقات وروسته د امريکا ږغ خبريالې ګريتا وېن سستېرين سره د ځانګړې مرکې پر مهال کم جونک اون هوښيار او پر خپل ولس مين کس وباله. دواړو مشرانو د کوريا ټاپووزمه د غير جوهري کولو تړون لاسليک کړ خو ولسمشر ټرمپ وويل چې پر شمالي کوريا به د امريکا بندېزونه برقراره وي. نوموړي زياته کړه، دوی به ګوري چې دا بندېزونه کله پورته کړي.