د موسمیاتو اداره خېبر پښتونخوا کې د لا زیاتې ګرمۍ خبر ورکوي

پاکستان کې سختې ګرمۍ خلک اړ کړي چې د اوبو سره نږدې و اوسي.

پراګ ـ د پاکستان موسمیاتو اداره وايي، په راتلونکیو څو ورځو کې به د خیبرپښتونخوا په زیاتره برخو کې ګرمي لا نوره زیاته شي.

د موسمیاتو ادارې یو چارواکي محمد ریاض د اتوار په مازیګر مشال راډیو ته وویل، د پېښور، مردان، صوابۍ، چارسدې او کواټ په ګډون د خیبرپښتونخوا په ګرمو سیمو کې په راتلونکو ورځو کې د درجه حرارت ۴۰ سینټي ګريډ او یا له دې څخه هم د زیاتېدو امکان دی.

((دا روانه جون میاشت په پاکستان کې تر ټولو زیاته ګرمه میاشت ده. په ځېنو سیمو کې د ۴۰ نه تر ۵۰ پورې سینټي ګرېډ هم ریکارډ شوی دی. راتلونکیو دوه درو ورځو کې امکان دی چې موسم به وچ وي او د باران امکان نیشته.))

محمد ریاض په خېبر پښتونخوا د ورګډو قبایلي سیمو په اړه وايي، د اب و هوا بدلون له وجې په هغو سیمو کې هم موسم د پخوا په نسبت زیات تود شوی دی او راتلونکیو دوه درو ورځو کې هلته هم د باران امکان نیشته.

دا چې د سختې ګرمۍ او تودو څپو نه د خوندې پاتې کېدو لپاره څه کول پکار وي؟ په مومندو کې سرکاري ډاکټر داود مشال راډيو ته وویل، د زیاتې ګرمۍ له وجې په بدن کې اکثره وخت د اوبو کمی مخې ته راځي نو باید دې خبرې ته د زړه ناروغه کسان زیات پام کوي.

((د تودو څپو نه ځان خوندې پاتې کېدو لپاره پکار ده چې سر له لمره پټ وساتل شي. د روژې ماتې نه وروسته باید لږ تر لږه اته ګیلاسه اوبه وڅښل شي چې دا شان په بدن کې د اوبو کمې رانشي. ماشومانو له هم ساعت په ساعت اوبه ورکول پکار وي.))

د خېبرپښتونخوا په ګډون په پاکستان کې بالعموم او په ځانګړې ډول په سیند کې د تودوخې درجه زیاته لوړه شوې ده. پاکستانۍ رسنۍ وايي، د اتوار په ورځ د سیند په دادو کې د ګرمۍ له کبله درې کسان مړه شوي دي.

د خیر ښېګړې ادارې ایدي فاونډېشن مشر فیصل ایدي تېره میاشت رویټرز خبري اژانس ته ویلي ول چې په مې میاشت کې ورته د ۶۵ هغو کسانو مړې ور وړل شوې چې د خپلوانو په وېنا یې د تودو څپو له وجې مړه شوې دي.

محمد ریاض زیاتوي، په کراچۍ کې دا مهال سخته ګرمي ده خو له سمندره ورتلونکې تودې څپې بندې شوې دي.