دا اعلان د پاکستان الیکشن کمېشن د لاهور های کورټ تر هغه حکم وروسته کړې په کوم کې چېیاد عدالت د امیدوارانو د نامزدګۍ فارم ناسم ګرځولی وو.
د جون پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې د چیف الیکشن کمشنر سردار محمد رضا په مشرۍ کې غونډه وشوه چې پکې د لاهور های کورټ لخوا د نامزدګۍ د فارم ناسم ګرځول او د بلوچستان او اسلام آباد های کورټ لخوا ځینې حلقه بندۍ ناقانونه ګرځولو متعلق د فېصلو جاج واخیستل شو.
د الیکشن کمېشن ایډیشنل سیکریټري اختر نزیر تر غونډه وروسته رسنیو ته وویل چې د حلقه بندیو او د نامزدګۍ د فارم په اړه د لاهور او بلوچستان های کورټ د فېصلو پرضد به دوي سپریم کورټ ته ځي او د عدالت تر فیصله وروسته به الیکشن کمېشن وروستۍ پرېکړه کوي.
نوموړي وویل چې د جون تر څلورمې به دوي کاغذونه نه جمع کوي خو انتخابات به پر خپل ټاکل شوي وخت کېږي .
د پاکستان الېکشن کمېشناوس کېدونکې د نوکریو تبادلې او د نوکریو ورکولو هم نوټس اخیستی ځکه چې اوس اوس په سیند کې یو سېنیر افسر د الیکشن کمېشن د منظورۍ بغیر بهرتي شوی دی.
الیکشن کمېشن په دې اړه له اړوند حکومتي چارواکو وضاحت غوښتی دی او وايي چې د ټولو نوکریو یا تبادلو جاج اخلي او بیا به خپل حکمونه جاري کوي.
د لاهور های کورټ د جون پر لومړۍ نېټه د نامزدګۍ په کاغذونو کې ترمیم ناقانونه ګرځولی او الیکشن کمېشن ته يې حکم ورکړی وو چې د نامزدګۍ کاغذونه بیا تیار کړي.
د لاهور های کورټ الیکشن کمېشن ته د نامزدګۍ په کاغذونو کې په فارم ای او بي کې د موجودو ټولو خامیو لرې کولو هدایت کړی وو او ویلي یې وو چې پارلیمان کوم ترمیم کړی او د قرضو او نورو خانې چې يې لرې کړې وې هغه د فارم ضروري برخه ده او د نامزدګۍ په کاغذونو کې دې د آئین ارټیکل دوه شپیته او درې شپېته بیا شامل کړي.