په شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

فایل تصویر یو پاکستان پوځي په شمالي وزیرستان کې. ۲۰۱۴ کال

د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې په یوه چاودنه کې د پاکستان درې پوځيان وژل شوي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

د شمالي وزیرستان یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې په چارشنبه پوځيانو د دته خېل تحصیل د شهباز کلي په یاسیمه کې ګزمه کوله چې په سړک کې ښخ کړل شوی بم پرې والوت.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري نه ده منلې.