د پېښور عیسویان وايي، مافیا یې کورونه قبضه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور له رینګ روډ سره جوخت د عیسوي کالونۍ وګړي وايي چې د ځمکو قبضه ګر یې تنګوي او غواړي چې دوی په زوره وباسي. عیسویانو له چیف جسټسه او له د پوځ له مشره غوښتي چې نه یوازې دوی ته حفاظت ورکړي بلکې په سیمه کې دې د خځلو امبارونه هم ترې هیسته کړي چې د ګڼو ناروغیو سبب ګرځېدلي.