سیکانو د شمشان ګاټ لپاره د عدالت دروازه وټکوله

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پېښور های کورټ کې نن د سیکانو لخوا د شمشان ګاټ په اړه د داخل شوي غوښتنلیک لومړۍ اورونه وشوه او های کورټ د پېښور د ضلعی حکومت او د اوقاف د محکمې د چارواکو نه د مې ۳۱مې نېټې یې ځواب غوښتی چې د دې ټولنې لپاره یې شمشان ګاټ ولې نه دی جوړ کړی. د سیک مسلک یو مشر ګورپال سنګ په عدالت کې له مشال راډیو سره خبرې کړې.