جمال شاه وايي د پښتون کلتور د ودې لپاره کار کول غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسلام اباد کې د پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس مشر او نومیالی هنرمند جمال شاه وايي، غواړي د پښتو ډرامو، فلمونو او کلتور ته وده ورکړي.د نوموړي په وینا، د فلمي صنعت د پرمختګ لپاره باید نوي سنیماګانې جوړې کړل شي او د فلم پروډیوسران دې هم د معیاري فلمونو جوړولو هڅه وکړي. له جمال شاه سره د مشال راډیو خبریال مرکه کړې ده.