د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه هېواد سوچي ښار کې د جرمني له چانسلرې انګېلا مېرکل سره کتلي او ورسره يې د اوکراین په جګړه، د ایران په اټومي لوظنامه او له روسه جرمني ته د ګېس د پایپ لاین غځولو په منصوبه خبري کړي دي.
ولسمشر پوټین ویلي دي، د نارد سټریم پایپ لاین د منصوبې لاندې به ګېس له روسیې جرمني ته نیغ په نیغه وړل کېږي خو اوکراین ته به د ګېس ترسیل هم داسې دوام لري.
د جرمني چانسلرې د جمعې په ورځ وویل چې ناردسټریم ته د یوې اقتصادي پروژې په توګه ګوي.
له جرمني سره د روسیې نارد سټریم دوه پروژه تقریباً، یولس بیلیون ډالره ارزښت لري.
خو د اوکراین حکومت پردې پروژه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا پروژه پر روسیه د اروپايي اتحادیې د اقتصادي بندیزونو نفي کوي.