د فاټا اصلاحاتو بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې نه شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ټاکل شوې وه چې د فاټا اصلاحاتو بل نن د جمعې ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره وړاندې شي خو د ځینو مادو د ورزیاتولو یا کمولو له کبله وړاندې نه شو. د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، غالب امکان دی چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به اسمبلۍ ته وړاندې شي خو له خیبره د قامي اسمبلۍ غړی حاجي شاه ګل وايي، داسې نه ښکاري چې بل به له اسمبلۍ منظور کړل شي ځکه چې په درو کې دوه اکثریت ترلاسه کول او د پارلمان کورم پوره کول په اوسنیو حالاتو کې امکان نه لري. د مشال راډيو ویډيو