د نوازشريف څرګندونو وزيراعظم ولې امتحان ته اچولی؟

د پاکستان ډان ورځپاڼې د شنبې پر ورځ د مسلم ليګ (ن) له رهبر نواز شريف سره ځانګړې مرکه کړې وه چې پکې له نوموړي څخه و پوښتل شو چې ولې له واکه ليرې کړل شو؟

ډان ليکي چې نواز شريف د مخامخ ځواب ورکولو پرځای د پاکستان د خارجه او امنيتي چارو په اړه خبرې شروع کړې.

د ورځپاڼې په وينا نوازشريف په دې لړ کې د ممبۍ د ترهګر بريد ذکر وکړ او پوښتنه يې راپورته کړه چې د پنډۍ د ترهګر ضد عدالت کې د ممبۍ بريدونو مقدمه ولې سرته نه ده رسول شوې؟

هغه ورپسې زياته کړه چې وسله والې ډلې اوس هم فعاله دي چې ورته د غير رياستي عناصرو نوم ورکول کېږي.

نوازشريف وويل چې ايا دغو وسله والو ډلو ته دا اجازه ورکول پکار ده چې د سرحد هغې غاړې ته واوړي او د ممبۍ په ښار کې ۱۵۰ کسان و وژني.؟

د نوموړي دغه څرګندونې له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان د سياست د بحث تاوده موضوع ګرځېدلې ده.

دا ځکه چې د هند ميډیا د نوموړي دا خبرې خپرې کړې او دا تعبير دا وکړ چې ګواکې د نوازشريف منلې چې پاکستان د ممبۍ په حملو کې لاس درلود.

خو د پاکستان رسمي دريځ دا دی چې د ممبۍ په بريدونو کې هيڅ لاس نلري.

اپوزيشن ګوندونه تور لګوي چې نوازشريف په داسې خبرو کولو سره د پاکستان ملي ګټو ته تاوان رسولی دی.

په دې لړ کې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د دوشنبې پر ورځ د پوځ په سپارښتنه د ملي امنيت کمېټې غونډه را وبلله.

وروسته د وزيراعظم له دفتره په خپور شوي بيان کې و ويل شو چې په ډان ورځپاڼه کې خپور شوی بيان غلط او ګمراه کوونکی دی.

خو په عين وخت کې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وويل چې د ملي امنيټ کمېټۍ د غونډې مقصد د نوازشريف له خولې چې کومې غلطې خبرې خپرې شوې وې د هغو ردول وو.

که يو طرف ته شاهد خاقان عباسي د هېواد وزيراعظم دی نو بل لور ته د واکمن مسلم ليګ مهم مشر او د نوازشريف وفادراه ملګری دی.

دده هم دغو حېثيتونو هغه له يو امتحان سره مخامخ کړی دی؟

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د وزيراعظم هم دغه امتحان او پر هغه شته فشار څېړل شوی دی.

ميلمانه مو په اسلام اباد او کراچۍ کې خبريالان او څېړونکي حسن خان او نويد حسين دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نواز شريف د ممبۍ حملو په اړه څرګندونې او د پاکستان د وزيراعظم امتحان؟