په زیدې کلي کې د مشال خان لومړی تلین

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال خان د لومړي تلین غونډه د یکشنبې یا اتوار پر مازیګر د صوابۍ په زیدې کلي کې د نوموړي له قبر سره نېږدې جوړه شوې وه. د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه په ولي خان پوهنتون کې پارېدلو خلکو مشال خان وژلی وو. د تلین په غونډه کې سلګونه ګډونوالو یو قرارداد منظور کړ چې پکې راغلي چې د نوموړي د وژنې په اړه د ګډې پلټنیزې ډلې (جې ای ټي) رپورټ دې ولس ته وړاندې شي. رپورټ وګورئ.