سردارخان د سکرو کانونو کې د مزدورانو د ژوند کیسه کوي

مشال مرکه

د روان کال د مې پر پنځمه نېټه د بلوچستان په مارګټ او مرواړ سيمو کې د سکرو د کانونو د نړېدو په پېښو کې ۲۳ کان کېدونکې ووژل شول.

د کانونو نړېدو په پېښو کې د کارکوونکیو د وژل کېدو دا لومړۍ پېښه نه وه بلکې تر دې وړاندې هم څو ځله ورته پېښې شوې دي.

که څه هم د پاکستان په نورو صوبو کې هم کانونونه شته خو د نړېدو او د کارکوونکيو د وژل کېدو زياتره پېښې په بلوچستان کې شوې دي.

د دې صوبې په زياتره کانونو کې د خېبر پښتونخوا او شانګلې اوسېدونکي کار کوي.

  • د مشال مرکه کې دا ګورو چې ولې د مرګ ژوبلې زياتره پېښې په بلوچستان کې کېږي؟
  • کان کېدونکې له کومو خطرونو سره مخامخ دي؟
  • ټهېکداران او حکومت يې د مخنيوي لپاره څه اقدامات کوي؟
  • او کان کېدونکې چې تر کلونو کلونو پورې د مځکې په شکم کې کانونه و کېندي نو پر صحت يې څه اغېز پرېوزي؟


دا او نورې پوښتنې د مشال مرکه کې د کانونو ټهېکدار سردار خان سره څېړو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سردارخان د سکرو کان کې د کارکونکیو کیسه کوي