ګڼو لمر ته ولاړو خلکو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وینا اورېده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خالي پر ورځ په بنو کې د پښتون تحفظ غورځنګ ته ګڼ خلک ورغلي ول. غونډه په تالار کې جوړه وه چې پکې شاوخوا ۸۰۰ کسان ځایېدل، البته له هاله بهر سلګونه کسان ولاړ ول او په ګرمۍ کې یې د منظور پښتین وینا اورېده. په دوی کې له ځېنو مو پوښتلي چې ولې په سره غرمه کې ولاړ دي؟