ولسمشر اشرف غني: د خبریالانو ګواښل جرم دی

افغان ولسمشر اشرف غني والیانو او نورو چارواکو ته امر کړی دی چې خبریالانو او څېړونکو ته دې معلوماتو ته لاسرسی باوري کړي.

د ولسمشر دفتر پرون ماښام په یوه بیان کې ویلي چې اشرف غني تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې له والیانو، امنیتي او نورو انتظامي چارواکو سره خبرې کولې او ټینګار یې وکړ چې د خبریالانو ګواښل، جرم دی.

بیان وايي، ولسمشر د انتخاباتو د شفافیت، د خلکو د ګډون او د فساد پر ضد د مبارزې په اړه هم وغږېد او زیاته یې کړه چې والیان باید د ولسي جرګې اوولسوالیو د شوراګانو په سږنیو ټاکنو کې مداخلت ونکړي.

په افغانستان کې سږ کال په مني کې پارلېماني انتخابات کېږي.

تر دې مخکې یو شمېر خبریالانو انتقاد کړی وو چې حکومتي چارواکي ورته معلومات نه ورکوي او یا په لاسرسي کې یې ستونزې جوړوي.