افغان ولسمشر وايي، د طالبانو د جګړې وروستی اعلان هېڅ ډول شرعي او ولسي بنسټ نه لري. د طالبانو د پسرلنیو علملیاتو له اعلان وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دغه عملیات د یوه مسلمان ملت او د یوه خپلواک هېواد پرضد، د طالبانو د جنګ اعلان دی.
ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ یې د شوروي پر ضد د مجاهدینو د بري د ۲۶ مې کلیزې په مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې وسله والو مخالفین غواړي په دې اعلان سره د سولې باب وتړل شي خو دی به هېڅکله دغه کار ونه کړي.
د غني په خبره، افغانان پر سوله باور لري او دا باید ټولو ته واضح وي چې اختیار یې هم لري.
"هر طالب جګړه نه غواړي، بلکې د طالبانو د یوې محدوې کړۍ له خوا جګړه د دوی په مطلق اکثریت تحمیل شوې ده، موږ په دې پوهېږو او له منځه مو خبر یوو چې میاشت مو په دې فکر وکړ، خو د دې جرات مو نه درلود چې ووايئ، ولې سوله نه کوئ، که جنګ غواړئ، په دې پوه شئ چې ولس مو په مقابل کې درېږي، د افغانستان دښمنان دا غواړي چې زه د جنګ اعلان وکړم، خو تر هغې چې موږ سولې ته نه یو رسېدلي، سوله نه ختمېږي."
ولسمشر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت ته په اشارې سره وویل چې دغه ځواکونه د طالبانو د جګړې او دا چې دوی له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري، موجود دي.
د غني په خبره، افغان حکومت په ۲۱مه پېړۍ کې طالبانو ته د سولې تر ټولو سخاوتمندانه وړاندیز وکړ چې نړۍ هم په دې مسئلې قانع ده، خو په ورته وخت کې د دفاع لپاره به هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو ظرفیتونه نور هم لوړ شي.
ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې طالبانو تېره اوونۍ د الخندق په نوم د خپلو پسرلنیو پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ.
طالبانو رسنیو ته په استولې اعلامیې کې ویلي چې د الخندق په عملیاتو کې به بهرني او افغان ځواکونه په نښه کړي.
په اعلامیې کې دغه شان د افغان حکومت له لورې، د سولې هڅې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره یو هڅه بلل شوې ده.
راپور: محمد حدیث پردېس