معذوره قبایلي ځوان د معذورانو د ښېګړې لپاره هلې ځلې کوي

عرفان الله جان خیریه ادارې ریډ کریسنټ خپل اعزازي استازی وټاکه.

قبایلي ځوان عرفان الله جان پخپله هم په یوه چاودنه کې معذوره شوی، دواړه پښې یې کار نه کوي خو اوس د نورو معذورانو د خیر ښیګړې لپاره هلې ځلې کوي او په دې وجه نړیوالې خیریه ادارې ریډکریسنټ خپل اعزازي استازی هم ټاکلی دی.

عرفان په ۲۰۱۱ م کال کې د کورمې په صدې بازار کې په یوه چاودنه کې ژوبل شوی وو. په دغه وخت کې نوموړی د څلورم جومات زدهکونکی وو او له سکوله کورته روان وو چې د پېښې ښکار شو.

نوموړی وايي خپله معذوري یې هیڅ کله د خپل پرمختګ په لاره کې خنډ نه دی ګڼلی.
د عرفان الله خبرې او د هغه په اړه نور تفصیل په لاندېني اډیو کې واورئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

عرفان الله د معذورانو لپاره هلې ځلې کوي