د نورو ژبو ویونکیو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه

پراګ ـ پرون د لاهور په موچي ګېټ کې د پښتون تحفظ مومنټ په جلسه کې د زرګونو پښتنو تر څنګ د پاکستان د نورو قامونو په سلګونو خلکو هم ګډون وکړ چې د دې غورځنګ غوښتنې یې اییني وبللې او د خپل ملاتړ څرګندونه یې ور سره وکړه.

له پنجاب نه دې جلسې ته ورغلي یو تن مشال رېډیو ته وویل:

((زما نوم حېدر علي دی او زه د پنجاب مریدکي اوسیدونکی یم. د پښتون تحفظ مومنټ ملاتړ ځکه کوم چې دوی د ژوند حق غواړي نو د یو انسان په حېث، د پاکستان د یو وګړي په حېث، او د یو پنجابي په حېث دا خپل فرض ګڼم چې که د دې هېواد د هرې سیمې او هر قومیت له خلکو سره زیاتی کیږي د هغوي ملاتړ وکړم. په پنجاب کې زیاتره خلک د پښتنو په اړه سم معلومات نه لري او د دوی له مشکلاتو نه دي خبر، نو په لاهور کې د پښتون تحفظ مومنټ جلسه کول یو ښه ګام دی.))

حېدر علي زیاتوي چې د یاد تحریک د ټولو اییني او قانوني غوښتنو ملاتړ به جاري ساتي چې په پاکستان کې بیا یو قومیت هم د ظلم ښکار نه شي.

دا راز د سند صوبې نه هم ګڼو خلکو د لاهور په پرونۍ جلسه کې ګډون کړی وو له مشال رېډیو سره په خبرو کې یو تن وویل:

((زما نوم سجاد علي شاه دی او زه له سند صوبې لاړکانې څخه راغلی یم. زما دا نظر دی چې باید مونږ ټول د پښتون تحفظ مومنټ په غوښتنو ځان پوه کړو. د پښتنو په زیاترو سیمو او په خاصه توګه په فاټا کې د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې ډیر ظلمونه شوي. نو په داسې حال کې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کول منطقي خبره ده. یاد غورځنګ که د پوځ په اړه څه وايي نو دا د ټول پوځ خلاف وینا ګڼل نه دي پکار، بلکې پوځ ته هم پکار ده چې کومو خلکو یې د ایین او قانون نه بهر څه اقدام کړی وي د هغوي پر ضد کاروايي وکړي. نو دا خبرې د ریاست خلاف نه بلکې په حق کې دي پکار ده چې عمل پرې وشي.))

د سجاد علي شاه په وینا د خلکو پر ضد له ایین او قانون نه ماورا اقدامات وخت نا وخته په سند صوبه کې هم مخې ته راځي او سندیان د پښتنو په درد پوهیږي نو ځکه یې ملاتړ یې کوي.

بلخوا دې جلسې ته خپله وینا کې له کوټې ورغلي د هزاره ورورولۍ استازي طاهر هزار هم وینا وکړه:

((د هزاره ورورولۍ په اړه به دا ووایم چې مونږ خلک یواځې په دې پیژني چې په کوټه کې هدفي برید دومره، دومره هزاره ګان مړه کړل. مونږ تر اوسه په دې پوه نه شو چې دا نامعلوم افراد څوک دي او ولې هر وار په تیښته کې بریالي کیږي؟ ما لاهور ته ډیرې ګیلې راوړې وې خو له ما وړاندې چا په دې سټېج د حبیب جالب شعر وویلو نو ما ته اسما جهانګیر هم مخې ته ودریده او زما خوله بنده شوه. د دغو دواړو شخصیاتو تعلق هم له پنجاب سره وو او تل یې د انساني حقونو او مظلومو طبقو لپاره غږ پورته کړی نو زه وایم چې د ټول پنجاب حق یې ادا کړی دی.))

پرونۍ جلسه کې د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پښتین هم په اردو ژبه وینا وکړه او ویې ویل چې د مۍ په ۱۲ مه به په کراچۍ کې جلسه کوي. یاد غورځنګ په قبايلي سيمو کې د پوځي چيک پوستو کمولو، ماینونو پاکولو او د غيب کړل شویو کسانو راخوشي کيدلو تر څنګ یو شمیر نورې غوښتنې هم لری. حکومت وايي د دوی ځينې غوښتنې يې منلې دي.