ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د فرانس ولسمشر ایمانول میکرون به راروانه اونۍ په سپینه ماڼۍ کې د ایران په جوهري لوظنامه خبرې کوي.
د جمعې په ورځ د ټرمپ د انتظامیې یو لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي چې دواړه ولسمشران به د ایران د جوهري لوظنامې ترڅنګ په شام کې د دواړو هېوادونو په شریک پوځي برید خبرې کوي چې د دمشق خوا ته يې د مشکوکه کیمیايي برید په ردعمل کې ترسره کړی وو.
په پلان کې ده چې ولسمشر میکرون به د اپریل د ۲۳مې نیټې د امریکا په سفر وي او د کانګرس شریکې غونډې ته به وینا کوي.
په ۲۰۱۵م کال کې د ایران او نړیوالو قوتونو ترمنځ لاسلیک شوي تاریخي لوظنامې څخه ولسمشر ټرمپ د وتلو دړکه ورکړې ده.
تهران په لوظنامه کې تر هغه وخته د پاتې کیدو ژمنه کړې ده کله چې نورې خواوي هم د لوظنامی شرطونه مني.