اسلام اباد: د وزیرستان ړنګ کړل شویو مارکېټونو مالکان انصاف غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شمالي وزیرستان د میرام شاه او میرلي د مارکېټونو او دوکانونو مالکانو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پیل کړې ده. دا خلک وايي، د پاکستانيو پوځیانو په عملیاتو کې یې جایدادونه او بازارونه تاله ترغه شوي دي. د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته راغونډ شويو د میرلي او مرام شاه احتجاجیان وايي، دېرش زره دکانونه یې ړنک کړل شوي خو تردې دمه ورته حکومت هېڅ تاوان نه دی ورکړی.