د شام دوما ته د تلونکیو کیمیاوي کارپوهان پر امنیت خبرې شوې

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې د امريکا يوه ډله له شامي او روسي چارواکيو سره د احتياطي تدابيرو په اړه بحث کوي چې له مخې يې کارپوهانو ته اجازه ترلاسه شي چې دوما نومي سيمي ته ولاړ شي او د مبينه کيمياوي حملې په اړه تحقيقات کړي.

دوی دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د کيمياوي وسلو مخنيوي سازمان مشراحمد اوزمچي د چارشنبې پر ورځ ويلي وو چې د ملګرو ملتونو پر کارپوهانو هغه مهال ډزې وشوې کله چې هغوی د وضعيت جاج اخيستلو لپاره ښارګوټي ته ورسېدل.

غربي هېوادونه تور لګوي چې د شام حکومت د اپرېل پر اوومه نېټه له دمشق سره نږدې د دوما په سيمه کې کيمياوي بريد کړی وو. د روغتيا نړيوال سازمان واييچې د بريدله کبله ۴۳ کسان ووژل شو.

د دې په ځواب کې امريکا، برتانيا او فرانس د اپرېل پر ۱۴مه نېټه د شامي حکومت پر مختلفو تاسيساتو بريد وکړ. ماسکو او مشق اصرر کوي چې د اپرېیل اوومې نېټې د بريد خبره جعلي ده.