"د ورکو کسانو په اړه د پلټنیز کمېشن شمېر پوره باوري نه دی"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون تحفظ غورځنګ د پېښور غونډې ته ګڼ کسان ورغلي ول چې د کورنیو غړي یې ورک دي

پراګ - د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټي وايي، د ورکو کسانو په اړه د پلټنیز کمېشن شمېر د پوره باور وړ نه دی.

د دې کمېټۍ دوو غړو د چارشنبې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، د ورکو کسانو پلټنیز کمېشن مشر او پخوانی قاضي جاوېد اقبال یې د اپرېل پر ۱۶مه د کمېټۍ غونډې ته وربللی وو چې پکې هغه وویل چې د پخواني واکمن پروېز مشرف په حکومت کې شاوخوا ۴،۰۰۰ کسان نورو هېوادونو ته سپارل شوي.

د کمېټۍ غړې ډاکتره شازیه ثوبیه وايي، د ورکو کسانو ارقام ځکه هم پوره باوري نه دي چې داسې ډېر خلک شته چې نوم یې د لادرکه کسانو په لېسټ کې دی، خو هغوی په نورو هېوادونو کې اوسي:

((حکومت د ډېرو ورکو کسانو په اړه معلومات تر لاسه کړي، د ډېرو اوس هم هېڅ پته نشته. البته داسې ډېر خلک دي چې دلته موږ سره د ورکو کسانو په توګه رجسټر دي، خو هغوی په نورو هېوادونو کې اوسي، هلته ښې نوکرۍ او ژوند لري. خو هغوی له موږ سره ورک کسان دي.))

د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو د کمېټۍ یوې بلې غړې نسیمې حفیظ پانیزۍ وویل، پلټنیز کمېشن چې له خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو څخه د ورکو کسانو شمېر ورکړی، هغه ناسم دی ځکه چې د پښتون تحفظ غورځنګ غونډو ته زرګونه کسانو د خپلو کورنیو د ورکو غړو په اړه معلومات ورکړي.

داسې ډېر خلک دي چې دلته موږ سره د ورکو کسانو په توګه رجسټر دي، خو هغوی په نورو هېوادونو کې اوسي، هلته ښې نوکرۍ او ژوند لري.
ډاکتره شازیه ثوبیه

دې وویل، پخواني قاضي جاوېد اقبال ورته وویل چې که د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین ورسره وویني، معلومات ورکړي او د ورکو کسانو لېسټونه وروسپاري، نو د ده پلټنیز کمېشن به هرو مرو اقدام وکړي.

پانیزۍ زیاته کړه، په قامي اسمبلۍ کې د واکمن مسلم لیګ (ن) غړې زهرې ودود فاطمي په مشرۍ شوې غونډې ته په وینا کې د ورکو کسانو د کمېشن مشر وویل، د کورنیو چارو پخوانی وزیر افتاب شېرپاو هم نورو هېوادونو ته د پاکستانیو وګړو د سپارلو په بهیر کې ښکېل وو.

خو شېرپاو مشال راډیو ته وویل، جسټس جاوېد اقبال خپله دا خبره بې بنسټه بللې.

دی وايي، بل هېواد ته یې یو پاکستاني وګړی هم نه دی سپارلی، او دا کار یو جرم بولي.

شېرپاو وویل، که څوک شک لري نو کولای شي چې د کورنیو چارو وزارت ټول کاغذونه وویني.

د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټۍ غړې ډاکتره شازیه ثوبیه زیاتوي چې پلټنیز کمېشن تر اوسه د ۷۰ فیصده ورکو کسانو قضیې هوارې کړې دي او هغوی یا کورونه ته ستانه شوي، یا ورباندې په عدالت کې مقدمې روانې دي.