د افغانستان ولسمشر وايي، ترکیه د پانګونې او خصوصي سېکټر په برخه کې ښې تجربې لري او افغان دولت په دې برخه کې ترې ګټه پورته کولای شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یکشنبه دا خبره د ترکیې اقتصاد وزارت د مرستیال فتح متين په مشرۍ د ترکي پانګهوالو له یوې ډلې سره په لیدنه کې وکړه.
د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي بېګا شپه ازادي راډیو ته وویل چې په ارګ کې د دې لیدنې پر مهال ترکي پلاوي په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا وښوده او کابل هم د ترکي پانګونې ته هرکلی ووایه.
د مرتضوي په خبره افغان ولسمشر همداراز د پانګونې لپاره د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.