یوه کمېټۍ د جج اعجاز الاحسن پر کور د ډزو پېښه څېړي

د پنجاب حکومت د سپريم کورټ د جج جسټس اعجازالاحسن پر کور د ډزو د پېښې په اړه ګډه پلټنيزه کمېټۍ جوړه کړې ده.

د پاکستان مطبوعات کمېټۍ د يکشنبې پر ورځ د پنجاب پوليسو مرستيال مشر محمد طاهر په مشرۍ کې جوړه شوې چې پکې به د استخباراتي ادارو ای اېس ای، اېم ای او سپېشل برانچ چارواکي هم شامل وي.

بل خوا هم د يکشنبې پر ورځپوليس سپاهي اصف د پېښې په تړاو د نامالو کسانو پرضد مقدمه درج کړه.

په مقدمه کې د اقدام قتل او ترهګرۍ ضد دفعې شاملې دي.

د پاکستان پوځ ږغ کړی چې بايد داسې پرامن فضا رامنځ ته کړل شي چې له مخې يې رياستي ادارې په موثره توګه خپل رول و لوبولای شي.

پوليس وايي چې د شنبې په شپه او د اتوار پر سهاد د جسټس اعجازالحسن پر کور دوه ځله ډزې شوې وې.

د پېښې پرضد د پاکستان زياتره سیاسي ګوندونو خپګان ښودلی او د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار هم په دې اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې چې پکې د پېښه غندل شوې.

پوځ ږغ کړی چې بايد داسې پرامن فضا رامنځ ته کړل شي چې له مخې يې رياستي ادارې په موثره توګه خپل رول و لوبولای شي.

بل خوا پاکستان بار کونسل د جسټس اعجازالاحسن پر کور د ډزو د پېښې پر ضد هړتال اعلان کړی وو خو وروسته د سپريم کورټ د چيف جسټس ثاقب نثار په غوښتنه يې بېرته واخيست.

د وکيلانو اتحاديې مرستيال مشر کامران مرتضی پرون ماښام مشال راډیو ته وويل چې دوی به يوازې علامتي احتجاج کوي او وکيلان به له يوولس څخه تر پاوکم دوولس بجو پورې په مقدمو کې نه حاضرېږي او تر لاسونو به تورې پټۍ تړي.

''د يوه جج پر کور دوه ځله ډزې شوې دي. يو ځل د شنبې په شپه او دوهم ځل د اتوار پر سهار. که ججان داسې ګواښل کېږي نو ددې ذمه واري خو پر حکومت راځي. هغه جج که محافظان هم ولري، يو عام کس خو نه دی او بل هغه مقدمې هم اوري نو په داسې حال کې د يو چا پر کور بريد کول او بيا د ملزمانو نه نيول کېدل په خپله يوه نااشنا خبره ده.''

د بلوچستان بار کونسل او د جوډېشل کميشن غړي منير کاکړ د اتوار په ماښام مشال راډیو ته وويل چې تر څو د جج پر کور د ډزو په اړه پوره پلټنې نه وي شوي بايد احتجاج و نشي.

نوموړي وويل، دوی شک لري چې دا پېښه به نه وې شوي او که چېرته شوې هم وي نو دا به د درېم قوت لاس وي ځکه چې هغه غواړي د سياستوالانو او عدالت ترمنځ روان کړکېچ نور هم زيات کړي.

تر څو د جج پر کور د ډزو په اړه پوره پلټنې و نه شي بايد وکيلان احتجاج و نه کړي..
منيرکاکړ

خو د خېبر پښتونخوا بار کونسل مشر فدا محمد خان بيا مشال راډیو ته وويل چې دوی د پاکستان بار کونسل اعلان مني او په دې اړه به د پېښور های کورټ د وکيلانو د ناستې په کوټه کې احتجاجي غونډه کوي.

جسټس اعجازالاحسن له هغو پنځو ججانو دی چې د پاناما اسنادو مقدمې اورېدنه يې کړې وه چې په نتيجه کې يې د واکمن مسلم ليګ ن مشر نواز شريف نا اهله ګرځول شوی وو.

د دې فيصلې وروسته د مسلم ليګ نواز ډلې او سپريم کورټ ترمنځ کړکېچ رامنځ ته شوی وو.