په لوګر کې تړل شوي ښوونځي نن پرانیستل کېږي

د لوګر ولايت پوهنې رياست

د افغانستان د لوګر ولايتي چارواکي تمه لري چې وسله وال طالبان به په څرخ ولسوالۍ کې ٣٠ تړلي ښوونځي نن [شنبه] بېرته پرانيزي. د قومي مخورو او ديني عالمانو يوه ډله د ولايت له مرکزه له دغو وسله والو سره د خبرو لپاره څرخ ولسوالۍ ته تللې ده.

د لوګر د والي وياند سليم صالح تېره شپه مشال راډيو ته وويل:

"ديني عالمان او مخور د پنجشنبې په ورځ له وسله والو مخالفینو سره يوې نتيجې ته رسېدلي، وسله والو ژمنه کړې چې دغه ښوونځي به د شنبې په ورځ پرانيستل شي. موږ هم د شنبې په ورځ د دغو ښوونځيو بيا پرانيستل کېدو ته هيله من يو."

وسله والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې دغه ښوونځي تېره يکشنبه له هغه وروسته وتړل چې په سيمه کې د ولايتي ادارې په خبره د دغو وسله والو پرضد پوځي عمليات وشول او د دوی يو کومندان پکې ووژل شو.

د لوګر د والي وياند وايي، په څرخ کې د دغو ښوونځيو له تړل کېدو سره ۱۱۵۶۰ زده کوونکي چې په هغوى کې نجونې هم شاملې دي، له زده کړو بې برخې شوي دي.