د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنايي ویلي چې ، له اسرایل سره خبرې اترې کول به یوه یوه بخښېدونکې تېروتنه وي وي.
نوموړي دا خبره د چارشنبې په ورځ پر خپله ویب پاڼه په یو بیان کې کړې ده.
نوموړي اسرایلو ته په اشاره ویلي چې له یو دوکه باز، دروغجن او یرغلګر رژیم سره د خبرو اترو پر لور تګ به یوه لویه او نه بخښېدونکې تېروتنه وي.
د ده په وینا دا به د فلسطین د ولس ازادي وځنډوي.
دا له هغه څو ورځې وروسته ده چې د سعودي وليعهد شهزاده په لومړي ځل وویل، اسرایل حق لري چې په پرامنه توګه پر خپله خاوره ژوند وکړي.
ایت الله خامنايي که څه هم د سعودي د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د بیان یادونه نه ده کړې خو په ډاګه کړې یې ده چې تهران په دا وروستیو کې کې د سعودي او اسرایلو په اړیکو کې د نرمۍ خلاف دی.
د سعودي وليعهد شهزاده نه یوازې اټلانټیک مجلې ته دا ویلي چې اسرایلیان پر خپله خاوره په پرامنه توګه د اوسېدو حق لري بلکې په دا وروستیو کې یې له دې هېواد سره هوايي لار هم پرانستې ده.
اسرایلو دا د سعودي دا ګام ستایلی او دا یې یو تاریخي کړنه بللې ده.