د افغانستان جمهوري ریاست د کندز په دشت ارچي ولسوالی کې د وروستي هوايي برید په اړه د پلټنو لپاره یو کمیسیون ګمارلی دی.
د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دغه اړه بېګاه مشال راډیو ته وویل دا کمیسیون به په یوه اونۍ کې خپل راپور د ملي امنیت شورا ته وړاندې کړي.
ملګرو ملتونو او د مشرانو جرګې هم ویلي دي چې په دشت ارچي کې د دوشنبې ورځې پیښې په اړه تحقیقات کوي.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په دغې سیمه کې وسلهوالو طالبانو غونډه لرله چې د هوايي برید په پایله کې د دغې ډلې ۲۰ تنه وژل شوي دي چې يو شمېر قوماندانان يې هم په کې شامل دي.
خو د کندز ولایت يو شمېر اوسېدونکو ویلي په وژل شویو کې چې ډېری يې ولسي وګړي دي ماشومان هم شامل دي.
طالبانو ویلي چې په دغه هوايي حمله کې د دوی ملګرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د افغانستان دفاع وزارت بیا د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.