پاکستان: د رجسټر افغان کډوالو ستنېدو نېټه د جون تر ۳۰مې وغځول شوه

ملګري ملتونه وايي له ۲۰۰۲م کال څخه تر اوسه شاوخوا ۴۳ لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

په پاکسنان کې د مېشتو افغان کډوالو خپل هیواد ته ستنېدنه د سږ کال تر ۳۰ جون پورې ځنډول شوې ده.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې – یو این ایچ سي ار – ویلي چې په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو د بيا ستنېدو نېټه يې د روان کال د جون مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې غځولې ده.

د یادې ادارې وياند قيصر اپريدي د سه شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا پرېکړه د پاکستان وفاقي کابينې په تېره مارچ مياشت کې کړې وه.

ده وویل ، اداره یې له دې کډوالو سره د مرستو لپاره ټولې لارې چارې لټوي خو لا هم لوی شمېر افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي

قیصر اپرېدي زیاته کړه چې له تېر کال ډيسمبر څخه د روان کال د فبروري تر ۲۸مې نېټې د بلوچستان په کوټه او د خېبر پښتونخوا په نوښار کې د کډوالو د بيا ستنېدو مرکزونه تړل شوي ول خو د ژمې له دمې وروسته د مارچ له لومړۍ نېټې څخه بيا تر اوسه شاوخوا ۲۰۰۰ کسان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ده په وینا ،له ۲۰۰۲م کال څخه تر اوسه شاوخوا ۴۳ لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.