اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د پښتنو مېله پای ته ورسېده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د پښتنو درې ورځنۍ مېله پای ته رسېدلې. د یکشنبې یا اتوار پر شپه تر ناوخته پورې د موسیقۍ محفل هم وشو او تر دې مخکې په مېله کې ګڼ سټالونه لګول شوي ول چې پکې د پښتنو دودیز او نور طبیعي او په لاسونو جوړ شیان خرڅلاو ته ایښي ول. دا مېله د کلتور په نوم یوې ټولنې جوړه کړې وه. ویډیو وګورئ.