د روسیې ولسمشر ويلاديمېر پوتين به د خپل ترکي سيال، رجب طيب اردغان او ايراني ولسمشر حسن روحاني سره د اپرېل په څلورمه په انقره کې ملاقات کوي.
دا درې هېوادونه د شام په روانه جګړه کې ښکېلتيا لري او د قزاقستان په پلازيمېنه استانه کې د سولې په اړه د ترسره شویو خبرو ملاتړي دي.
د اپرېل په څلورمه د يادو دريوو مشرانو تر ملاقات يوه ورځ مخکې به ويلاديمېر پوتين د رجب طيب اردغان سره ګوري. دا د ترکي او روس تر منځ د لوړې کچې د همکاريوو شورا برخه ده.