ترکي کې ټرافیکي پېښې ۱۷پناه غوښتونکي وژلي

ترکي چارواکیو او رسنيو د جمعې پر ورځ راپور ورکړى چې د ترکي په ختيځ کې د ټرافيکي پېښې ۱۷ تنه وژلي او ٣٦ نور یې ټپيان کړي دي.

دا پېښه په ايګدير ولايت کې شوې،​ چې پکې د افغانستان، پاکستان او ايران پناه غوښتونکي هم وژل شوي دي.

د ايګدير والي انور اونلو نن وويل، يو موټر چې پناه غوښتونکي په کې سپاره ول، د سړکغاړې څراغ له پايې سره ټکر شوى او اور يې اخيستى دى.

ځيني نور کسان هغه وخت ووژل شول چې يو بل موټر چې په هغه کې هم پناه غوښتونکي سپاره ول، پر دوى وربرابر شو.

دولتي خبري اژانس انادولو ويلي چې دغه پناه غوښتونکي د افغانستان، پاکستان او ايران وګړي دي او موټرونه يې په غير قانوني ډول له ايرانه و ترکيې ته اوښتي ول.