د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د انتخاباتو ترسره کېدل او د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه د ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکايي کانګرس یوه پلاوي ترمنځ د خبرو د سرسر ټکي ول.
د افغان حکومت مشرانو د پنجشنبې په ورځ د نېنسي پلوسي په مشرۍ ورغلي امریکايي پلاوي سره ولیدل.
د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني له امریکايي پلاوي سره، د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د انتخاباتو د ترسره کېدو، د ترهګرۍ او نشه يي توکیو پروړاندې د مبارزې او په سوله کې د ښځو پر ونډه خبرې وکړې.
شاه حسین مرتضوي
ولسمشر محمد اشرف غني په دغه ناسته کې ویلي چې د انتخاباتو ترسره کېدل د حکومت په کاري لومړیتوب کې شامله مسئله ده.
د جمهوري ریاست په اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې افغانستان یوازې د ډموکراتیک نظام لهخوا کېدای شي اداره شي، ځکه د هغه په وینا دیکتاتوري او نور نظامونه تجربه شوي چې ناکامې نتیجې يې لرلې.
په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې هغه هم په ارګ کې د ولسمشر غني او امریکايي پلاوي کتنه کې حاضر ول، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو له مرستو مننه کړې ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د پلاوي مشرې نانسي پلوسي همداراز ویلي دي چې هېواد يې د ترهګرۍ پروړاندې همېشنۍ مرستې ته ژمن دی او د یو ستراتېژیک ملګري په توګه به له افغانستان سره پاتې وي.
کابل ته د دې پلاوي د راتګ سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الېس ولز د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د خبرو په هدف پاکستان ته رسېدلې ده.
دا سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ازبکستان د روانې مارچ میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وو چې د افغانستان د ثبات په اړه پکې د سیمهییزې همکارۍ په ځانګړي ډول د پاکستان پر رول ټینګار وشو.
همداراز افغان حکومت د پاکستان له حکومت څخه د دولت په دولت د خبرو غوښتنه کړې او اجرائیه ریاست ویلي چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي به په همدې هدف د اپرېل د میاشتې په ۶مه نېټه کابل ته راشي.