'که طالبان سوله ومني نو بیا به د بهرنیانو د وتلو مهالوېش ترتیبېږي'

د سولې عالي شورا وايي، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش به هله ږغېږي چې وسله وال طالبان سولې ته غاړه کښېږدي.

دغه خبره د دې شورا د دارالانشاء رئيس محمد اکرم خپلواک د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته کولې.

نوموړي وویل:

"هېڅ افغان نه غواړي چې بهرني ځواکونه دې په افغانستان کې وي، موږ د ټولې نړۍ همکارۍ ته اړتيا لرو، اساسي مجبوريت دا دى چې اوس جګړه ده، که وسله وال طالبان سولې ته راشي، له اجنډا سره به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش وي چې کله او له کومه ځايه پيل شي، څنګه پاى ته ورسېږي او څنګه همکاري ورسره وشي."

محمد اکرم خپلواک

خپلواک وايي، په افغانستان کې د سولې روانه پروسه په بشپړ ډول افغانۍ او د افغانانو په لاس کې ده.

بلخوا وسله والو طالبانو د افغان ولسمشر د سولې وړاندیز ته ته رسمي ځواب نه دى ويلى.

محمد اشرف غني يوه مياشت مخکې د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې وسله وال طالبان له قيد او شرط پرته د سولې خبرو ته راوبلل.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس وايي، له وسله والو طالبانو سره د ديني عالمانو او مخورو په مرسته په تماس کې دي او ډاډ لري چې وسله وال طالبان به بالاخره بين الافغاني خبرو ته حاضر شي.

بلخوا د افغانستان د ژغورنې شورا مشر سيد اکبر اغا وايي، دا مهال د سولې په وړاندې تر ټولو لوى خنډ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بې باوري ده.

دی زیاتوي:

"دلته طالبان د سولې پر عالي شورا دومره باور نه لري چې دومره واک دې ولري چې وسله والو طالبانو ته تضمين ورکړي، خو د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې دا کار کېداى شي، که امکانات وي، اسانه خبره ده چې تر مذاکرو مخکې بهرني ځواکونه ووايي چې له افغانستانه يو يا دوه کاله وروسته وځو، له دې سره به مذاکرو ته ښه لار هواره شي او مخلصانه به وشي."

د افغانستان د سولې په تړاو تېره سېشنبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې هم د يوې نړيوالې غونډې پر مهال خبرې وشوې.

د ازبکستان ولسمشر په دې غونډه کې وویل، هېواد يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته چمتو دى.

دغه راز په پام کې ده چې د افغانستان د سولې پر مسئله د انډونيزيا په پلازمېنه جکارتا کې هم بحث وشي، چې په غونډه کې به د افغانستان، پاکستان او کوربه هېواد ديني عالمان هم برخه واخلي.