د جمعې په ورځ يو وسله وال کس د فرانس په يو مارکيټ کې درې تنه وژلي او ۱۶نور یې ټپیان کړي دي.
د فرانس پولیس ویلي چې حمله کونکي په یوه سوپر مارکېټ کې یو شمېر خلک یرغمل کړي وو او شاوخوا څلور ساعته د پولیسو په وړاندې مقاومت کړی دی.
د پولیسو په وینا،حمله کونکی ۲۴ کلن و او د پولیسو له لوري په ډزو کې وژل شوی دی.
خبري اژانسونه وايي چې هغه د فرانس وګړی او په مراکش کې زېږېدلی و.
د رسنیو په وینا، حمله کونکي تردې مخکې په وړو جرمونو او د نشۍ موادو په راکړه -ورکړه کې ملوث وو.
په فرانس کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې مشر ویلي چې حمله کونکي دعوه کړې چې د داعش غړی دی او پر خلکو تر ډزو مخکې یې د الله اکبر چغه هم کړې ده.