په فرانس کې قاضیانو پخوانې ولسمشر نیکولس سرکوزي په درغلۍ تورن کړی دی.
چارواکي وايي، په داسې حال کې چې په پخوانې ولسمشر د لیبیا له پخواني واکمن معمر قذافي نه د خپل کمپاین لپاره د ۵۰ میلیونه یورو اخیستو تور وو عدالت هغه د چارشنبې په ورځ د خپل کمپاین لپاره په غیر قانوني مرستو اخېستو او درغلۍ تورن کړ.
نیکولس سرکوزي د درغلۍ ضد پولیسو دوه ورځې په تاڼه کې کښېنولی وو او پوښتنې ګروږنې يې ترې کولې.
۶۳ کالن سرکوزي له ۲۰۰۷م کاله تر ۲۰۱۲م کاله د فرانس ولسمشر پاتې شوی دی.
هغه دا تورونه رد کړي دي چې ګنې غیر قانوني کار يې کړی دی.