له دې مرحلې يوه بله لوبډله موقع لري چې نړيوال کپ ته لاړ شي. د دې يو ځای لپاره درې لوبډلې، افغانستان، زمبابوی او آيرلېنډ هيله من دي. د مشال راډيو ډېر اورېدونکي پوښتنې کوي چې افغانستان څنګه کولی شي، اوس هم نړيوال کپ ته لار پېدا کړي؟
ځواب یې داسې دی چې: که په راتلونکې لوبو کې متحده عرب امارات له زمبابوی او افغانستان له آيرلېنډ سيالۍ وګټي نو بيا به افغان لوبډله د راتلونکې کال نړيوال کپ ته پرمختګ وکړي.
خو که متحده عرب امارات لوبه وبايلي، زمبابوی مخکې ځي. همداراز که زمبابوی له متحده عرب اماراتو سيالي ونه ګټي نو دې سره د آيرلېنډ چانس هم ډېرېږي. بيا به آيرلېنډ خامخا له افغانستانه لوبه ګټي.
زمبابوی دا مهال پنځه پواينټس يا نومرې لري. که يې د متحده عرب اماراتو په وړاندې لوبه وبايلله نو هيله به یې دا وي چې د افغانستان او آيرلېنډ لوبه يا مساوي پاتې او هم بې نتیجې شي. دې کار سره به د منډو ښه اوسط له کبله نړيوال کپ ته لاړه شي.