د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په کابل او نورو لویو ښارونو کې یې د نوروز جشن پر مهال د امنیت لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي دي.
د یاد وزارت ویاند نجیب دانش بېګا مشال راډیو ته وویل زرګونه پولیس او امنیتي سرتېري د هغو ځایونو د امنیت لپاره ګمارل شوي دي چې د نوروز مراسم په کې جوړیږي.
هغه وویل ، ټول ځواکونه د تیارسی په حالت کې دي په ځانګړي ډول په کابل ښار ، مزار شریف او د شمال په لویه لاره کې.په هغو سیمو کې هم امنیتي تدابیر نیول شوي دي چیرې چې خلک په چکرونو وځي. د دې ټولو سیمو امنیت ساتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې خلک نن نوروز لمانځي.