'منظور پښتين له داخلي او خارجي چیلنجونو سره مخامخ دی"

پراګ - د منظور پښتين په مشرۍ کې د پیل شوي پښتون تحفظ غورځنګ د فعاليت څه د پاسه يوه نيم مياشت شوې ده.

په دې دوران کې غورځنګ د خپلو غوښتنو په حق کې په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنۍ درنا ورکړه او وروسته يې مشرانو د کوټې په ګډون د بلوچستان په مختلفو پښتون مېشتو سيمو کې ولسي غونډې وکړې.

د پښتنو په سيمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال چې پښتانه له کومو ستونزو سره مخامخ شوي د هغو ختمول د غورځنګ د غوښتنو مرکزي ټکی دی.

په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسود په وژنه کې د تورن پوليس افسر راو انوار نيول، په فاټا کې ښخ ماينونه پاکول، په فاټا کې کرفيو نه لګول، ورک کسان عدالت ته حاضرول او د پښتنو د ماورای عدالت وژنو په اړه د عدالتي کميشن جوړول په غوښتنو کې شامل دي.

په قبايلي سيمو، سوات او د بلوچستان پښتون مېشتو سيمو کې سياسي او مدني فعالانو د پښتون تحفظ غورځنګ د اسلام اباد له پرلت څخه الهام واخیست او په خپلو خپلو سيمو کې یې د خپلو غوښتنو په حق کې مظاهرې او غونډې وکړې.

د پښتون تحفظ غورځنګ د اغېزناکۍ، چیلنجونو او د پاکستان رسنيو د رول په اړه مو د سياسي چارو له پوه رفیع الله کاکړ سره مرکه کړې ده.

د مرکې په سر کې له هغه څخه پوښتل شوي چې په تېره څه د پاسه يوه نيمه مياشت کې چې په کوم انداز غورځنګ سفر کړی هغه ورته څومره موثره ښکاري؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

"منظور پښتين له داخلي او خارجي چېلنجونو سره مخامخ دی"