په پيښور کې د شنبې په ورځ د مدني ټولنو فعالانو او وکيلانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پرضد د مقدمو درج کولو خلاف مظاهره کړې ده.
مظاهره کوونکي د پيښور پريس کلب مخې ته راغونډ شوي وو او له حکومته يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو خلاف د درج شوو رپوټونو بیرته اخیستو غوښتنه وکړه.
تر دې مخکې په ملاکنډ ، بنو ، ډېره اسماعیل خان او نورو سيمو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ مظاهرې شوې دي.
تيره اونۍ د بلوچستان په پښتون مېشتو ضلعو ږوب او قلعه سيف الله ضلعو کې پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو او د هغوي د غونډو د جوړونکو پرضد رپورټونه درج کړي وو.
تر هغه وروسته په کوټه کې د تر سره شوې غونډې د یو شمېر ګډونوالو خلاف رپوټ درج شوی وو. پولیس وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د رياست پرضد ويناوې شوې وې.