ایمنسټي انټرنیشنل په روسیه تور پورې کړې چې روانه اونۍ کیدونکو صدارتي انتخاباتو نه وړاندې يې د سیاسي فعالانو پرضد سخت ګامونه پورته کړي دي او د هغوی په غیرقانوي نیولو سره يې په منظمه توګه د هغوی حقونه د خپو لاندې کړي دي.
د حقونو د دفاع لندن میشته ادارې د مارچ په ۱۵ مه نېټه ویلي، روسي چارواکي د ولسي غونډو پرضد تور قانون کاروي او ارادتن هغه سیاسي فعالان په نښه کوي چې د انتخاباتو د بایکاټ غږ پورته کوي
د مارچ په اتلسمه په کیدونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې اته کاندیدان برخه اخلي خو ښکاري داسې چې د روسیې موجوده ولسمشر ولادمیر پوټین به د راروانو شپږو کالونو له پاره بیا ولسمشر منتخب شي.
پوټین د کال نورلس سوه نهه نوي راهیسې د روسیې د وزیراعظم او ولسمشر په توګه په واک کې پاتې شوې دی.