پاکستان له ایران سره سوداګري پنځو اربو ډالرو ته زیاتوي

د ايران وزير خارجه جواد ظریف له پاکستاني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي سره ویني

د ايران وزير خارجه جواد ظریف د ګل په ورځ په اسلام اباد کې له پاکستاني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي او له خپل سیال خواجه محمد آصف سره لیدلي دي.

پاکستان خارجه چارو وزارت په خپله ويب پاڼه لیکلي چې په دې ملاقات کې پر سیمه ايزو او دوه اړخيزو معاملاتو خبرې وشوې. د ښاغلي ظريف دا دري ورځنۍ دوره په داسې حال کې کېږي چې له امریکا او ګاونديو هېوادونو سره د پاکستان تعلقات کړکېچن دي خو ځینې څېړونکي په دې نظر دي چې پاکستان له ايران سره دا ډول تګ راتګ په امریکا د فشار لپاره د يوې پلمې په توګه کاروي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې په اسلام آباد کې د ستراتيجیک انسټيټوټ مطالعاتي مرکز څېړنکار معراج الحميد ناصري د ښاغلي ظريف د دې سفر په اړه وويل چې په ظاهرا دا سفر د تجارتي مقاصدو لپاره دی.

(په پاکستان مخکې هم او اوس هم دا فشار دس چې د ايران سره تجارتي خبرې ونه کړي ، او که خبرې وکړي هم خو چې عملې شکل وانخلي، خو بیا هم که موږ د ټرمپ د پاليسۍ بیان نه پس د پاکستان تګلارو ته وګورو نو داسې ښکاري چې پاکستان غواړي لومړی له ايران سره د تجارتي خبرو اترو پيل وکړي او بیا یې مخکې بوځي او د دې په تناظر کې له امریکا سره خپل کړکېچ حل کړي نو کيدای شي چې د جواد ظريف سفر سره پاکستان امریکا سره د نېږدې کېدو او خپلې ګټې تر لاسه کولو هڅه وکړي.

خو د پاکستان د خارجه چارو پخوانۍ وزيره حنا رباني کر د ښاغلي ناصري له خبرو سره متفقه نه ښکاري او زیاتوي چې له دې دورې څرګندېږي چې د پاکستان مقتدره قوتونو خپل جفرافيايي حقيقتونه منلي دي او غواړي چې له ګاونډیانو سره ړومبی تجارت او بیا نورې معاملې حل کړي مشال راديو سره په خبرو کې حنا رباني کهر زیاته کړه:

(زه له دې خبرې سره په مکمله توګه اتفاق نه کوم، دا ويل چې موږ له ايران سره که تعلقات زیاتوو، نو دا ځکه چې امریکا ته وښيو او یا پر هغوی فشار واچوو، دا پخوانۍ خبرې دي، او هم د دې سوچ له وجې زموږ له امریکا سره هم تعلقات خراب دي او په سیمه کې هم، دا سوچ په اصل کې له خپل جغرافیايي اهميته انکار کول دي او دا تګلاره موږ تر څو لسیزو پورې پر مخ وړې ده.)

د پاکستان خارجه چارو د وزارت خبر پاڼه کې راغلي چې د جواد ظریف او خواجه آصف تر منځه ملاقات کې موجوده دوه اړخيزه تجارت له يو نيم اربه ډالرو و پنځو اربو ډالرو ته رسولو او د سیمه ايزه او نړيوالو ماملاتو تر څنګ د داعش او نورو ترهګرو ډلو پرضد ګډو هڅو باندې اتفاق وشو.

د داوړو هېوادونو ترمنځ د خامو تېلو، غلې او میوې په برخو کې د سوداګرۍ پراخولو فرصتونه دي.