قلعه سيف الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ويلي چې دی او ملګري يې د پښتنو د بې عدالتي وژنو او بې درکه کسانو د موندلو لپاره راوتلي دي. نوموړي نن د بلوچستان په قلعه سيف الله ضلع کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال دا خبره وکړه. دې ولسي غونډې ته يو شمېر مدني او سياسي فعالانو هم ويناوې وکړې او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو پر هوارولو يې ټينګار وکړی.