د مشال خان پلار وايي که اړ شوی سپریم کورټ ته ځي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پروسږ کال د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې مذهب ته د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان پلار او د ده وکيلانو د جمعې پر ورځ په پېښور کې خبري غونډه وکړه او ويې ويل چې د عدالت لخوا د مشال خان په کېس کې د ۲۵ کسانو سزا معطلول سمه خبره نه ده. د مشال خان پلار وويل چې د عدالت لخوا د دغه کسانو د سزا معطلول پرضد يې اپيلونه جمع کړي دي او که ضرورت پېښ شو نو سپريم کورټ ته به هم ځي.