وزیرستان: د غلام خان بندر بیا پرانیستل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پولیټیکل ایجنټ کامران اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې افغانستان ته تلونکې د غلام خان بندر لار یې په ازمویښتي توګه پرانیستي او نن د جمعې ورځ د مارچ په نهمه نېټه شاوخوا ۹ ګاډيو افغانستان ته مالونه يووړل. د وزیرستان سوداګرو دغه دولتي پرېکړه ستایلې ده.